Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند په افغانستان کې یو څېړنیز مرکز جوړوي

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۴): د هند شارژدافیر په کابل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر سره په لیدنه کې افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد یې پر یوه طرحه کار کوي څو په افغانستان کې د «افغان - هندو» تر عنوان لاندې یو څېړنیز مرکز جوړ کړي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري په خپل کاري دفتر کې د هند سفارت له شارژدافیر کرن یاداف سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو صادراتو او د میکانیزه کرنیزو وسایلو او تجهیزاتو د وارداتو برخو کې بحث او خبرې کړې دي.

سرچينې لیکلي چې په یاده لیدنه کې دغه‌راز د دواړو هېوادونو د اتباعو ترمنځ د سوداګریزو معاملاتو د پیل او د کرنیزو بنسټیزو پروژو پر پلې کېدو ټینګار وشو.

مولوي عطاءالله عمري ویلي چې افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې د وتو ترڅنګ د اقليمي بدلونونو له اړخه هم سخت اغېزمن شوی او وچکالۍ او کرنیزو افتونو د هېواد د کرنیزو محصولاتو کیفیت او کمیت خراب کړی دی.

هغه ویلي، اړتیا ده د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو نباتاتو د روزنې برخه کې علمي څېړنې وشي.

سرچينې لیکلي چې د کرنې وزیر په ياده  لیدنه کې د هند له حکومته د لابراتوارونو د تجهیز، د چک‌ډیمونو جوړولو او د مالدارۍ او د حیواني روغتيا د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د پیاوړتیا برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه، دغه‌راز یې وویل چې هند دې له هغو افغان سوداګرو سره چې دغه هېواد ته کرنیز او د مالدارۍ محصولات صادروي، د ويزو د ورکړې برخه کې اسانتياوې راولي.

د هند د سفارت شارژدافیر هم ویلي چې هېواد یې د امکاناتو په پام کې نیولو سره پر یوه داسې طرحه کار کوي چې له مخې به یې په افغانستان کې د «افغان–هندو» تر عنوان لاندې یو څېړنیز مرکز جوړ کړي او هڅه کوي چې نوي پروژې هم پلې کړي.

نوموړي دغه‌راز ژمنه وکړه چې د کرنې وزارت د متخصصینو د ظرفیت لوړولو لپاره به حضوري او انلاين ښوونيز پروګرامونه هم جوړ کړي.

د هند شارژدافیر د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتياوو برابرولو په اړه ډاډ ورکړی چې یاد موضوعات به له ډیپلوماټیکو لارو تعقیب او په نږدې راتلونکي کې به عملي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.