Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان ویلچر بسکټبال ملي لوبډلې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د افغانستان ویلچر بسکټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا اتلولۍ سیالیو کې په خپله لومړنۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه.

یاد ریاست دغه څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

‎سرچینې زیاته کړې، افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه کې راتلونکې دوشنبه (د لړم ۱۹مه) د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، افغانستان د دغو سیالیو په A ګروپ کې له نیوزیلنډ، هند او عراق سره سیالۍ کوي.

د یادلو ده چې یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌‌توب د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۷مه پیل شوي او تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.