کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د ا.ا ویاند وایي، پاکستان په افغانستان کې قوي مرکزي حکومت، امنیت او پرمختګ نه خوښوي او په داسې حال کې د خپل امنیت په تړاو ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کوي چې هلته ناامنۍ د ا.ا له بیا واکمنېدو مخکې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د پاکستاني پوځیانو د ناسمو سیاستونو له امله روانې دي.
پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم تر بریدونو او بیا د افغانستان تر غچاخیستونکو بریدونو وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو ځل په دوحه او دوه ځله په استانبول کې د کابل او اسلاماباد تر منځ مذاکرات وشول.
په استانبول کې وروستي مذاکرات تېره ورځ پای ته ورسېدل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن خبریالانو ته، په ترکیه کې د کابل او اسلاماباد د مذاکراتو وروستي جریان او د پاکستان د طالبانو د تحریک (ټيټيپي) د رامنځته کېدو او یو لړ نورو مسائلو په اړه معلومات ورکړل.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د پاکستاني پلاوي له خوا د غیرمسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د ا.ا له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره د ترکېې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.
مجاهد زیاته کړې: «متأسفانه چې پاکستاني لوري د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسؤولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی وښود. د پاکستاني پلاوي له خوا د غیرمسؤولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسېږو.»
هغه وویل: «داسې بریښي چې متأسفانه په پاکستان کې ځینو خاصو پوځي کړیو ته په افغانستان کې مرکزي قوي حکومت، امنیت، پرمختګ او په عموم کې سوله او ثبات ښه نه ایسي، ځکه دوی تل د افغانستان له ناامنۍ، اشغالونو، مهاجرتونو او مجبوریتونو څخه ګټه پورته کړې، نن بیا غواړې د یو لړ بهانو په تراشلو سره له افغانستان سره ځان په ستونزه کې واچوي.»
دی زیاتوي، د دغې خاصې پوځي ډلې له افغانستان ضد سیاستونو سره نه د پاکستان ولس، نه سیاسي ګوندونه او نه هم علماء کرام موافق دي.
مجاهد وايي، دغه کړۍ پر اسلامي امارت ناسم تورونه پورې کوي، نړۍ ته داسې ښيي چې ګواګي د پاکستان ناامني او د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره جوخت پيل شوي، په داسې حال کې چې دغه ناامني او د ټيټيپي شتون له (۲۰۰۲) څخه را په دې خوا پيل شوی او علت یې هم د پاکستاني پوځیانو هغه ناسم سیاستونه وو چې هغه مهال یې له امریکا سره ځان په اتحاد کې ګډ کړ او بیا یې امریکایانو ته اجازه ورکړه چې په وزیرستانونو او قبایلو کې ډرون بریدونه وکړي او په خپله یې هم د وزیرستان «له بیچاره خلکو سره دښمني را واخیسته»، په ځلونو یې د هغوی په ضد لوی او واړه عملیات اعلان کړل، خلک یې ووژل، کورونه یې وران کړل او د قبایلو په خلکو یې زندانونه ډک کړل.
د اسلامي امارت ویاند په دې اړه چې ټيټيپي د نن او پرون موضوع نه ده او دا موضوع په افغانستان او په ځانګړې توګه اسلامي امارت پورې هيڅ اړه نه لري، وویل چې په ۲۰۰۲ م کال کې د ټيټيپي تحریک د پاکستاني پوځ له خوا امریکا ته په وزیرستانونو باندې د خلاص مټ بمبارۍ او ډرون بریدونو په غبرګون کې رامنځته شو.
هغه زیاتوي چې بیا یې پاکستاني ځواکونو له هغه وخته تراوسه پورې پر وړاندې بېلابېل عملیات او بریدونه کړي، همدا ډول د ټيټيپي له خوا هم له هغه وخته تر اوسه په پاکستان کې لوی او واړه بریدونه ترسره شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوځ د ټيټيپي پر ضد په ۲۰۰۲ کال کې په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان او اورکزی اجنسۍ کې، په ۲۰۰۷ کال په سوات او ملاګند کې، په ۲۰۰۸ کال کې په باجوړ اجنسۍ کې، ۲۰۰۹ کال کې په جنوبي وزیرستان کې، ۲۰۱۱ کال کې په کرمه اجنسۍ کې، ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې او له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې د خیبر اجنسۍ تیرا او باړه سیمو کې عملیات ترسره کړل.
دی زیاتوي چې په ټوله کې د دغو عملیاتو په پایله کې درې میلیونه او ۸۰زره کسان بېځایه شوي چې سلګونه زره یې خوست، پکتیکا او ننګرهار او د افغانستان ځينو نورو نږدې سيمو ته راغلل او د هغه وخت حکومت ځای پر ځای کړل.
مجاهد د ثبوت په توګه په دې اړه د راپورونو لینکونه هم له رسنیو سره شریک کړل او ویې ویل چې دا هغه حقایق او مستند معلومات دي چې ښيي پاکستاني پوځ د اسلامي امارت له راتګ مخکې هم له پښتني قبایلو او ټيټيپي سره په جګړه کې ښکیل و.
ده وویل چې د اسلامي امارت تر راتګ د مخه دوی [پاکستان] په دې خبره اعتراف کاوه چې «په اصطلاح له ترهګرۍ سره په جګړه کې» یې له ۸۰ تر ۹۰ زره نظامیان او خلک وژل شوي.
دغهراز هغه وویل چې په ۲۰۰۷ کال کې د ټيټيپي له خوا په جنوبي وزیرستان کې ۳۰۰ پاکستانې پوځيان د عملیاتو پر مهال ژوندي ونیول شول چې وروسته بیا د بیتالله محسود له څلویښتو بندې غړو سره تبادله شول.
هغه زیاتوي چې د ۲۰۰۸ کال د اګسټ په ۲۱ مه د پاکستان پنجاب کې د وسلو جوړولو پر فابریکې برید وشو، د ۲۰۰۸ کال د جون میاشتې په دویمه په اسلاماباد کې د ډنمارک پر سفارت د موټر بم برید وشو، د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۲۸ مه د پیښور ښار په مینا بازار کې د موټر بم چاودنه وشوه، د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر میاشت کې د سوات په شنګله سیمه بازار کې د موټر بم برید وشو، د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د کراچۍ د بحري ځواکونو پر اډه برید وشو او د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر مياشت کې په پیښور کې د ارمي پبلک سکول واقعه رامنځته شوه.
هغه وویل چې په یادو بریدونو کې سلګونو کسانو ته مرکژوبله اوښتې وه.
اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د پخوا را مهاجر شوو قبایلو په اړه څه کړي؟
مجاهد په نننۍ خبري ناسته کې وویل چې اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راوروسته د پاکستان حکومت، پاکستاني ګوندونو، علماوو او افغانستان ته راغلو مهاجرینو ترمنځ د ناستو او غونډو زمینه برابره کړې.
دی وايي چې اسلامي امارت هغه قبایل مهاجرین چې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې میشت وو او پاکستان ترې ویره لرله د هغوی کورونه یې له ډيورنډ کرښې څخه مرکزي سیمو ته انتقال کړي او کمپونه یې ورته جوړ کړي څو ښه کنټرول شي.
ده زیاته کړه چې له قبایلي مهاجرینو سره د وسلو ګرځول منعه شول، د ستونزو د حل او دوامدار مراقبت لپاره یو اصلاحي کمېسیون جوړ شو او که څوک د امیر له اجازې پرته له افغانستان څخه د باندې د جهاد په نوم تلل د هغوی پر وړاندې شرعي حکم او فتوا اعلان شوه.
مجاهد وايي چې اسلامي امارت په پاکستان کې د سولې او امن لپاره د پاکستان د حکومت او ټيټيپي ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره زمینه مساعده کړه چې له امله یې هغه مهال اوږدمهاله اوربند وشو او خبرو اترو خورا ډېر پرمختګ وکړ چې بیا د پاکستان پوځ د خاصې کړۍ له خوا هرڅه سبوتاژ شول.
دی وايي: «اوس مهال چې کوم قبائلي مهاجرين په افغانستان کې شتون لري، دا د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې په افغانستان کې میشت شوي وو او لکه څرنګه چې یادونه وشوه د مهاجرت علت يې هم د پاکستان د پوځ خاصې کړۍ ناسم سیاستونه او په قبائلي سيمو کې تاوتريخوالی او عمليات وو، اسلامي امارت به د ټولو هغو هڅو او اقداماتو تود هرکلی وکړي چې په پایله کې يې دغه مهاجرين خپلو سيمو ته ستانه شي.»
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه چې له دې ټولو اقداماتو سره سره اسلامي امارت لاهم ځان مسؤول ګڼي چې له خپلې خاورې څخه چاته د بل هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي، بلکه مخه یې ونیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP