Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت وايي چې د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ تشویقي سیالۍ ترسره شوې.

د میدان‌وردګو د بدني روزنې او سپورت امر ذبیح‌الله وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پهلوانۍ ورزشي څانګې د پنځو لوبډلو - اتحاد تکانه، جلریز زیبا، علي مولا، ستاره تکانه او جلریز ځوانانو - ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

هغه وویل چې په یادو سیالیو کې ۶۰ ورزشکارانو په درېیو کټګوریو (کوچنایانو، ځوانانو او لویانو) ګډون کړی وو.

نوموړي وویل، په پای کې اتحاد تکانه د ۹ طلایي مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام او ستاره تکانه د ۶ طلایي مډالونو په ګټلو سره دویم مقام ترلاسه کړ او په پای کې مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

هغه زیاته کړه چې د یادو سیالیو موخه د ولایت په کچه د لوبغاړو هڅول او ورزش ته وده ورکول وو.

په ورته مهال، په یادو سیالیو کې ګډون کوونکي ورزشکاران هم خوښ وو او وايي چې دوی له اړوندو ادارو غواړي چې دې لوبو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د جلریز زیبا لوبډلې یوه ورزشکار وحدت، پژواک ته وویل: «دا سیالۍ ډېرې عالي وې، زه ډېر خوشحاله یم چې برخه مې په کې اخیستې وه. له حکومت مې غوښتنه ده چې دې سیالیو ته نوره هم پاملرنه زیاته کړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.