Language

د کورنیو چار وزارت یو پلاوی ایران ته ولاړ

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او روږدو درملنې برخه کې د ګډو هڅو په موخه جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه د ایران پلازمېنې تهران ته ولاړ.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد اته‌کسیزه پلاوي مشري د دغه معینیت د دفتر ريیس مولوي حسیب‌الله احمدي کوي.

سرچینې زیاته کړې چې د یاد پلاوي سفر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر(UNODC)  په بلنه نن ترسره شوی دی.