Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د موی‌تای افغان لوبغاړي قهرمان شاهین خپل ایراني سیال ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د موی‌تای افغان لوبغاړي قهرمان شاهین خپل ایراني سیال پوریا ولي ته ماته ورکړه.

یاده لوبه تېره شپه د ټایلنډ په بنکاک ښار کې د موی‌تای په یوه سازمان کې ترسره شوه.

د موی‌تای افغان لوبغاړي قهرمان شاهین پر خپله فېسبوک‌پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې په‌کې خپل ایراني سیال پوریا ولي ته ماته ورکوي.

د شاهین او ایراني سیال ترمنځ سیالۍ په درېیو رونډونو کې ترسره شوه چې شاهین وکولای شول د نومرو په توپیر هغه ته ماته ورکړي.

د راپورونو له مخې، قهرمان شاهین تر دې مهاله د موی‌تای په بېلابېلو سازمانونو کې ۱۳ لوبې ترسره کړې چې ۱۲ یې ګټلې او یوازې یوه لوبه یې بایللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.