Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې لومړیتوب ورکوو

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره په ټیلېفوني خبرو کې ویلي چې ا.ا له پاکستاني لوري سره په ښه نیت د استانبول خبرو کې ګډون وکړ او لومړیتوب یې دا دی چې له دغه هېواد ستونزې د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې حل کړي.

پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم له بریدونو او بیا د افغانستان تر غچ‌اخیستونکو بریدونو وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو ځل په دوحه او دوه ځلې په استانبول کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مذاکرات وشول.

په استانبول کې وروستي مذاکرات تېره ورځ پای ته ورسېدل. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د پاکستاني پلاوي له خوا د غیرمسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د ا.ا له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي له خپل ایران سیال، سیدعباس عراقچي سره ټیلېفوني خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي،  په دې مکالمه کې دواړه لورو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار وکړ او په دې تړاو یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

متقي هم ویلي، د ا.ا.ا پلاوي د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت او په ښه نیت له پاکستاني لوري سره د استانبول کې خبرو کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه چې له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې لومړیتوب ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.