Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د يوې ښځې او يوې نجلۍ د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي

پل‌علم (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۴): د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وايي، امنيتي ځواکونو په مرکز پل علم ښار کې هغه دوه کسان نيولي چې د يوې ښځې او يوې نجلۍ په وژنه تورن دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه د شنبې په شپه د پل علم ښار اړوند د «عمراباد» په سيمه کې په يوه کور کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، يادو کسانو لومړی يوه ۶۰ کلنه ښځه او يوه ۱۲ کلنه نجلۍ بې‌هوښه کړې او بيا يې د تبر په وسيله وژلې دي.

هغه زياته کړه، تورنو کسانو له ياد کور څخه دوه سوه زره افغانۍ او څلور زره ډالره هم له ځان سره وړي دي.

انس وايي، د پېښې دواړه قاتلان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، ياد کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.