کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د ملګرو ملتونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي، پاکستان د نړۍوالو سوداګریزو اصولو خلاف له سوداګرۍ سیاسي استفاده کوي، پر افغان سوداګرو یې د تګ راتګ لارې تړلې دي او دواړو خواوو ته تر ۱۰ زره موټر بند پاتې دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مطبوعاتي دفتر وایي، د یوناما او د ملګرو د کډوالو ادارې استازو د یادې خونې له رییسحاجي عبدالاحد صدیقي او یو شمېر سوداګرو سره د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه ولېدل.
د خبرپاڼې له مخې، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس حاجي عبدالاحد صدیقي په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو سوداګریزو ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
صدیقي ویلي، چې د پاکستان حکومت د نړیوالو سوداګریزو اصولو خلاف له سوداګرۍ څخه سیاسي استفاده کوي او پر افغان سوداګرو یې د تګ راتګ لارې تړلې دي.
د هغه په وینا، د لارو د بندېدو له امله شاوخوا ۱۰ زره کانټینرونه په کراچی بندر کې بند پاتې دي او نږدې ۲۵۰ کانټینره تازه میوې چې د صادراتو لپاره تیارې وې د انتظار په حالت کې ولاړې دي چې ډېری یې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه وضعیت افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
په ناسته کې نورو ګډونوالو سوداګرو هم خپلې ستونزې شریکې کړې او ټینګار یې کړی چې که ژر تر ژره د پاکستان له لوري تړل شوې سوداګریزې لارې پرانیستل نه شي، د افغانستان تجاران به له لا درنو تاوانونو سره مخ شي.
د سوداګرو په وینا، پاکستان هر کال د میوو د حاصلاتو په موسم کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.
هغوی له یوناما او اړوندو نړیوالو ادارو وغوښتل چې د نړیوالو سوداګریزو اصولو په رڼا کې د افغان تجارانو لپاره د پاکستان بدیلې سوداګریزې لارې پیدا کړي او د مېوو د ساتلو لپاره د سړو خونو د جوړېدو برخه کې مرسته وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو استازو د افغان سوداګرو اندېښنې پر ځای بللې او ویلي یې دي، چې دوی د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو خنډونو څارنه کوي او په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې هم کړې دي.
دغو استازو افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې هڅې به یې دوامدارې وي څو د افغان تجارانو لپاره د بدیلو لارو او سوداګریزو فرصتونو زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP