Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان ویلچر بسکټبال ملي لوبډلې هند ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د افغانستان ویلچر بسکټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند ته ماته ورکړه.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ویلچر بسکټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند ته د ۹۳ – ۲۳ امتیازونو په توپیر ماته ورکړه.

‎سرچینې زیاته کړې، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه کې راتلونکې پنجشنبې (د لړم ۲۱مه) د عراق پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، افغانستان د دغو سیالیو په A ګروپ کې له نیوزیلنډ، هند او عراق سره سیالۍ ترسره کوي.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶۳ – ۵۴ امتیازونو په توپیر ماته ورکړې وه.

د یادونې ده، یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌‌توب د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۷مه پیل شوې او تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.