Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د پرسونل ضد ماین چاودنې د دوو ماشومانو ژوند اخیستی

قلعه‌نو (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې له تېرو جګړو پاتې د پرسونل ضد د یوه ماین چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادې د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي وویل، دا پېښه پرون مازدیګر (یکشنبه، ۱۹ لړم) د بالامرغاب ولسوالۍ په «پنیرک» سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «دغه دوه ماشومان د څارویو په څرولو بوخت وو چې یو د پرسونل ضد ماین پیدا کوي او وروسته یې اور ته اچوي چې له امله یې ماین چوي او په پایله کې دواړه ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.»

د یادونې ده، د تېرې جګړې نا‌چاودېدلي ماینونه لا هم د هېواد په ډېرو جګړه‌ځپلو سیمو، په ځانګړې توګه په بادغیس کې شتون لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.