Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانان له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ د بندېدو ملاتړ کوي

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۴): خلکو پر ټولنیزو رسنیو، له پاکستان سره د افغانستان سوداګرۍ د بندېدو پر خبر په تبصرو کې له دغه اقدامه ملاتړ کړی، وایي: «دې ته اوس دريځ وايي، شف نه شفتالو… نر کار يې کړی… دا به زموږ د اقتصاد د پیاوړتیا او ملي غرور پیلامه وي… عالي اقدام، ډېره تاریخي پرېکړه.»

د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په کابل کې په یوه غونډه کې له صنعتګرو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای دې له نورو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي او که دغه کار ونه کړي نو د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هيڅ ډول ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

ملا برادر وايي، دا چې پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې او اوس یې هم تړلې دي، له تجارتي او بشري مواردو یې سياسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو تجاران او صنعت‌کاران یې متضرر کړي دي، اسلامي امارت اړ شو چې پورتنۍ پرېکړه وکړي.

د پژواک خبري اژانس پر فېسبوک‌پاڼه دغه خپور خبر په څه کم یو ساعت کې له ۲۵۰۰ ډېرو کسانو خوښ کړی او نږدې ۱۵۰ کسانو ورباندې تبصرې لیکلې دي.

دغو ۱۵۰ کسانو ټولو د اسلامي امارت یاد اقدام ستایلی دی.

د یادو کسانو له ډلې محمدکاشف لیکلي: «له پاکستان سره اړیکې نه یوازې اقتصادي تاوان لري، بلکې سیاسي زیان هم. هر وخت یې زموږ د بدبختۍ هڅه کړې ده، دا ځل باید افغانان یو موټی شي، خپل بازارونه او صادرات نوو لارو ته واړوي، دا به زموږ د اقتصاد د پیاوړتیا او ملي غرور پیلامه وي.»

عصمت‌الله عاصم لیکلي: «نر کار يې کړی، دا سفير يې هم بايد ور وشړي او خپل سفير ترې راوغواړي، پاکستان ټول عمر موږ ته خپل توليدي اجناس څه چې رالېږلي زهر و زهر. هغه بې‌کيفيته مواد يې رالېږل چې نورې نړۍ خوشې هم نه ترې اخيستل.»

مجتبیٰ ځدراڼ لیکلي: «سوداګري باید د دوستۍ نښه وي، نه د دښمنۍ اړتیا، موږ باید له هغو هېوادونو سره سوداګري وکړو چې زموږ دوست وي، زموږ د ملت درد او وینه احساس کړي، نه له هغو هېوادونو سره چې هر وخت یې زموږ د وطن د تباهۍ هڅه کړې وي.»

هغه زیاتوي: «پاکستان زموږ د ولس د سولې، پرمختګ او ازادۍ مخالف دی. دوی د ورورۍ او ګاونډیتوب په نوم له کلونو راهیسې زموږ په خاوره زخمونه پرېیښي دي؛ نو ځکه موږ وایو: د پاکستان سره سوداګري ختمه ده! موږ له دښمن سره معامله نه کوو، موږ له عزت، خپلواکۍ او غیرت سره ژوند کوو.»

هغه لیکلي، افغان ولس ته په ‌کار ده چې خپل تولیدات پیاوړي کړي، خپل بزګر، کارګر او صنعتګر ته وده ورکړي، «راځئ چې د خپل هېواد اقتصاد د خپلو لاسونو په زور اباد کړو، څو نور هيڅکله د دښمن دروازې ته اړتیا پیدا نه کړو.»

رحمت‌الله صادق له سوداګرو د ملا برادر غوښتنې ته په اشاره لیکلي: «دې ته اوس دريځ وايي؛ شف نه شفتالو؛ پاکستان پرې د تېر نظام د نرم دريځۍ ګومان کړی و، هغوی مجبور وو ګوزاره يې کوله، خو دوی مجبوره نه دي او د دوی يوه خبره او يو دريځ وي.»

حسینه احمدي لیکلي: «بالکل یو ښه اقدام دی، کوم مواد چې افغانستان ته واردیږي، د پاکستان له خوا بېخي بې‌کیفیته او په هيڅ هم نه ارزي، افغانستان باید د ترانزیټ لپاره له نورو هېوادونو سره لاره هواره کړي، څو باکیفیته اجناس وارد کړو، اقدام یې د ستایلو دی.»

رسول‌خان ناصري ليکلي: «باید چې همېشه تجارت بند کړي؛ ځکه پاکستان همېشه د افغانستان د مېوو موسم کې فرضي دروازه بندوي چی په میليونو روپیو تاوانونه افغانانو ته رسي.»

کریم‌الله منګل لیکلي: «دومره ښه کار په ټول عمر نه و شوی، لکه اوس چې وشو، زارۍ به درته وکړي، اوس ګوره يې.»

الماس نظامي لیکلي: «دا کار باید وخته شوی وای، په هر حال اوس هم وخت ده او د دې پرېکړې ټول افغانان ملاتړ کوي، پاکستان باید رسمي دښمن اعلان شي.»

مسعود ستانکزي لیکلي: «ډېر نېک کار، عالي اقدام، ډېره تاریخي پرېکړه؛ موږ صادراتو ته لارې لرو، د پاکستان سمنټ او کېلې ته ضرورت نشته،.د افغانستان د خودکفایۍ لاره هم دا ده.»

او ذکي‌خان لیکلي: «د ۵۰۰۰ زره کلن تاریخ د راژوندي کېدو لومړۍ تاریخي پرېکړه چې د زرینو کرښو سرټکی به وي، ان‌شاالله»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هر وخت د افغانستان د صادراتي حاصلاتو په وخت کې سوداګریزې لارې بندوي چې له امله یې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوړوي.

یاد هېواد شاوخوا یوه میاشت مخکې وروسته له هغه له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې چې فرضي کرښې ته څېرمه یې بریدونه وکړل، د افغانستان حریم یې نقض کړ او وروسته افغان ځواکونو پرې غچ‌اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

له دغو بریدونو وروسته دواړو لورو یو ځل په قطر او دوه ځله په استانبول کې خبرې وکړې، خو افغان چارواکي وایي چې دغه خبرې د پاکستاني لوري د نامعقولو او غیرعملي غوښتنو له امله بې پایلې پای ته ورسېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.