کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه نهه زره ۳۹۱ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۴۹۲ افغان کورنۍ چې ۹۳۹۱ کسان کېږي، هېواد ته راستني شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند د بهرامچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، د راستنو شوو کډوالو له ډلې له ۲۰۵۰ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۵۵۲ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۱۰ زره ۳۹۶ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP