هرات (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو مسوولین وايي چې سرحدي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې ایران ته په ناقانونه ډول د څه باندې ۱۶۰۰ هېوادوالو د تلو مخه نیولې ده.
د ۲۰۷ الفاروق قولاردو ویاند مجیبالله انصار د دغه مطلب په بیانولو سره وویل چې په هرات او فراه کې د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای شوي امنیتي ځواکونه په کلکه څارنه کوي او د نورو امنیتي ادارو په همکارۍ، په غیرقانوني توګه له هېواده د خلکو د وتلو مخه نیسي.
هغه زیاته کړې چې د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د انساني قاچاقي شبکو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي او له هرې ډلې سره چې ځونان په تېرایستونکو ژمنو سره د پولې پر لور لېږدوي، قانوي چلند ورسره کېږي.
په همدې حال کې، د هرات یو شمېر اوسېدونکو دغه اقدام مثبت ارزوي او وايي، ګاونډیو هېوادونو ته د ځوانانو د قاچاق مخنیوی کولای شي په خطرناکو لارو کې د قرباني کېدو او د سرحدي پولیسو له خوا د نیول کېدو مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مسوولینو په خبره، حکومتي ادارې د غیرقانوني کډوالۍ په مخنیوي، د زیربنایي پروژو پلي کولو او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ځوانانو ته د تازه کاري فرصتونو برابرولو کې هڅې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP