کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا پرچاوۍ له ډېرېدو شکایت کوي او وايي چې دغه وضعیت یې ژوند او کار له ستونزو سره مخ کړی دی؛ په همدې حال کې، د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا کمښت او د تقاضا زیاتوالی د دې ستونزې اصلي لاملونه بولي او ټینګار کوي چې د دایمي حل لپاره پر عملي پلانونه کار روان دی.
هغوی وايي چې د برېښنا پرچاوي یوازې د نن ورځې ستونزه نه ده، بلکې له کلونو راهیسې له دې ستونزې سره مخ دي، او حکومتونو مخکې هم د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
شکایتونه: په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه تر پنځه ساعته برېښنا لرو
د کابل د کوټهسنګي سیمې اوسېدونکی نقیبالله خاکسار د برېښنا د پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي او وايي: «برېښنا ناوخته راځي او بیا سهار وخته د لمانځه پر مهال ځي، ځیني وختونه د خپلو مبایلو په چارجولو کې هم له ستونزې سره مخ کېږو، نور کارونه لکه د جامو مینځل، اوتو کول او نور هیڅ نه کېږي.»
هغه د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه ویې ویل چې د برېښنا په وېش کې باید له عدالته کار واخیستل شي.
په همدې حال کې، د کابل ښار د خوشحالخان سیمې اوسېدونکی حکمتالله هم ورته شکایت لري او وايي چې دغه وضعیت دی او د ده کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه چې د خوراکي توکو پلورنځی لري وايي: «فریزر ګل دی، د چرګ غوښه او نور توکي چې باید په فریزر کې کېښودل شي، ټول خراب شوي، ومې غورځول، ډېرې کېږي ورځې په کور کې اوبه نه لرو.»
هغه وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې درې ساعته د ورځې او درې ساعته د شپې برېښنا لري، هغه هم په وقفهيي ډول.
حکمتالله هم د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
بلخوا، د کابل ښار د افشار سیمې اوسېدونکی مهدي وايي: «د برېښنا پرچاوي ډېره ده، د افشار په سیمه کې د ورځې یو یا دوه ساعته برېښنا لرو، نور ځی او بیا تر سهاره برېښنا نه راځي، د ورځې چې برېښنا نه راځي خو ستونزه نشته، مګر د شپې له مخې برق مه قطع کوئ، برېښنا باید وي؛ ځکه خلک رڼا ته اړتیا لري.»
هغه وايي، برېښنا هغه وخت راځي چې نور یې د استفادې وخت نه وي؛ د مثال په توګه، د مازدیګر له څلورو د ماښام تر ۶ بجو پورې وي، بیا د شپې له ۱۲ د سهار تر څلورو بجو پورې راځي چې ټول ویده وي او استفاده نه شو ترې کولای.
ډاکټر شېرالله چې د کابل په کارته پروان کې د ویښتانو کرلو یوه کلینیک کې کار کوي، هم ورته شکایت لري او وايي، د برېښنا پرچاوي یې په کار کې ډېرې ستونزې رامنځته کړې او نه شي کولای په منظم ډول خپلو ناروغانو ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: «په ټوله ورځ کې دوه ساعته برېښنا لرو، خو پر ټاکلي وخت برق نه راځي څو اغېزناکه ګټه ترې واخلو، اوس مو د ناروغانو شمېر کم شوی.»
د کابل ښار د قلعه فتحالله اوسېدونکی ۶۲ کلن محمدالله وايي: «د شپې لس بجې یو ساعت برق راځي، له یوه ساعت وروسته ځي، د شپې دوه بجې بیا برق راځي، موږ ویده یو او سهار چې لمانځه ته راپورته کېږو بیا برق تللی وی، ان نه شو کولای خپل موبایلونه چارچ کړو.»
ټولو مرکهکوونکو د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
کابل ښاریانو ته د برېښنا شرکت: لږ نور هم صبر وکړئ، د برېښنا د کمښت ستونزې د حل برخه کې جدي یو
ورته مهال، د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حقپرست پژواک ته وویل چې اوسمهال شاوخوا ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا لرو، په داسې حال کې چې د هېواد ټوله اړتیا ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ میګاواټ پورې ده.
د هغه په وینا، اوسمهال په کابل کې ۳۵۰ تر ۴۰۰ میګاواټه برېښنا شته، په داسې حال کې چې د کابل ښار اړتیا له ۶۵۰ تر ۷۰۰ میګاواټ پورې ده.
نوموړی هم وايي چې د برېښنا د پرچاوۍ ډېرېدو ستونزه نوې نه ده، بلکې له پخوا راهیسې دغه ستونزه شته او لامل یې دا دی چې ورځ تر بلې برېښنا ته تقاضا ډېرېږي.
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې پخوا د نغلو او سروبي له بندونو کابل ښار ته ۱۰۲ میګاواټه برېښنا راتله، له بده مرغه سږ کال د اوبو کمښت له امله له ۲۰ تر ۲۵ میګاواټ برېښنا تولیدوي.
حقپرست د برېښنا شرکت له لوري د یادې ستونزې د حل په موخه هڅو ته په اشاره وویل: «څه موده مخکې مو د برېښنا انرژۍ له سکټوره په ملاتړ کنفرانس درلود، د نړۍ له ۲۲ هېوادونو مېلمنو پهکې ګډون کړی و … په هغه کنفرانس کې هوکړهلیکونه او قراردادونه لاسلیک شول.»
د ویلو ده، د روان کال د وږي په ۱۵مه د «د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ» تر نوم لاندې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو، د اسلامي امارت او د سیمې ځینو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون کنفرانس جوړ شو.
د حقپرست په وینا، یاد کنفرانس کې یو شمېر هوکړهلیکونه او قراردادونه لاسلیک شول چې له مخې به یې د برېښنا ستونزه د پام وړ کمه شي.
هغه د کابل اوسېدونکو ته په خطاب کې وویل: «تر اوسه مو چې صبر کړی، په درناوي هیله کوو چې نور هم صبر وکړئ، څو چې ستونزه په اساسي ډول حل شي، موږ په هڅه کې یو او ډېر جدي یو چې دغه ستونزه حل کړو.»
نوموړي په پای کې د کابل له اوسېدونکو وغوښتل چې د برېښنا په مصرف کې احتیاط وکړي، له حده ډېره دې نه کاروي او برقي وسایل دې له اړتیا پرته نه بندوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP