کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): وروسته له هغه چې د امریکا ولسي جرګې د دغه هېواد د لنډمهاله بودجې لایحه تصویب کړه، ټرمپ د هغې په لاسلیکولو د دغه هېواد په تاریخ کې د فدرال دولت تر ټولو اوږده رخصتي پای ته ورسوله.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دولت به ډېر ژر پرانیستل شي؛ ځکه د بودجې کمېدو پایلې مخ په ډېرېدو دي.
نوموړي زیاته کړې چې فدرالي کارکوونکو ته معاش نه ورکول او د هوايي ترافیک د کنټرول کارکوونکو د کمښت له امله د الوتنو ځنډېدل، د بودجې کمېدو له پایلو څخه دي.
د راپور له مخې، یاده لایحه د دولت بودجه د ۲۰۲۵ مالي کال په اوږدو کې د جنورۍ تر ۳۰مې په هماغه کچه ساتي څو د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د اوږدمهاله بودجې تخصیص د یوه پلان جوړولو لپاره وخت پیدا شي.
دغهراز، یاد اقدام د تکمیلي تغذیې مرستې پروګرام (SNAP) تمویلوي چې تر سپټمبر میاشتې پورې څه باندې ۴۲ میلیون امریکایان ورته اړتیا لري، او د کم عاید لرونکو یا بېعایده کورنیو او کسانو څخه په نغدي کارت د خوراکي توکو پېرلو لپاره ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د امریکا ولسي جرګې د حکومت تر ټولو اوږدې رخصتي پای ته رسولو لپاره د بودجې لایحه په ۶۰ موافقو او ۴۰ مخالفو رایو سره تصویب کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP