Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران کې د دوو ترافیکي پیښو له امله ۲۰ افغان کډوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو د دوو موټرو د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ایراني رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا پیښه د سیستان او بلوچستان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د موټرو د ګړندي تګ له امله شوې ده.

په راپور کې راغلي چې دغو کډوالو په غیرقانوني توګه ایران ته د ننوتلو هڅه کوله چې لېږدوونکي موټرونه یې د تیز تګ له امله چپه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه راپور کې د زاهدان د طبي علومو پوهنتون د روغتون د بیړني څانګې د مرستیال په حواله راغلي، تېره میاشت هم د افغان کډوالو لېږدونکی موټر د سراوان – کوهک پر لویه لار چپه شوی و چې یو کس پکې ژوند بایللی و او ۱۹ نور ټپیان وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.