میمنه (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۴): د فاریاب د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو نهه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د فاریاب د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي علاوالدین حقپرست پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د همکارو موسسو له لوري پلې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د اوبو رسولو دغه شبکې د فاریاب ولایت په دولتاباد، شیرینتګاب، ګرزیوان، کوهستان او خواجهسبزپوش ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
حقپرست وايي چې د اوبو رسولو د دغو نهو شبکو له ډلې د اتو شبکو لګښت یې د «ورلډ ویژن» موسسې او د بلې یې د اېنارسي موسسې له لوري ورکړی شوی دی.
د هغه په خبره، د اوبو رسولو پر دغو شبکو ټولټال څه باندې ۴۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
هغه زیاته کړه چې په فاریاب کې سطحې اوبه ډېرې کمي دي او د ځمکې لاندې اوبو کچه هم ټيټه شوې ده او خلک د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، دوی د اوبو رسولو دا شبکې د ولایت د مشرتابه په مشوره او د همکارو موسسو په همکارۍ جوړې کړې دي.
هغه وويل چې د اوبو رسولو پر یادو نهو شبکو سربیره، په دولتاباد، شیرینتګاب، ګرزیوان او کوهستان ولسوالیو کې اته نورې شبکې ترمیم شوې، ۱۵ نورې شبکې تر کار لاندې دي او د ۱۸ نورو شبکو تدارکاتي چارې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP