Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ د موی‌تای افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال وګاټه

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): د موی‌تای افغان لوبغاړي محمدیوسف جهانګیر د اسلامي هېوداونو پیوستون سیالیو کې خپل ترکي سیال ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ملي کمېټې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې محمدیوسف جهانګیر په ۷۵ کیلوګرام وزن کې د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالیو خپله وروستۍ لوبه کې ترکي سیال ته ماته ورکړه او په دغو سیالیو کې یې د سرو زرو مډال وګاټه.

جهانګیر له دې مخکې په دغو سیالیو د اندونیزیا او سعودي عربستان دوو ورزشکارانو ته هم ماته ورکړي وه.

د یادونې ده، جهانګیر لومړی افغان لوبغاړی شو چې د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو کې په لومړي ځل د سرو زرو تاریخي مډال ګټي.

همدارنګه په دغو سیالیو کې بیا د موی‌تای بل افغان لوبغاړي سید حمیدالله سادات تېره ورځ خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه او د برونزو مډال یې واخیست.

دغه‌راز، د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالۍ دا مهال د سعودي عربستان په کوربه‌توب روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.