Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پژواک راپور په جوزجان کې د یوې ښځې له لوري د جوړ شوي کرنیز کوپراتیف د ملاتړ لامل شو

جوزجان (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): په جوزجان کې د یوې ښځې له خوا د جوړ شوي کرنیزو کوپراتیف په اړه د پژواک د راپور تر خپرېدو وروسته، اوس د دغه ولایت د کرنې ریاست او مرستندویه موسسو د دغه نوښت ملاتړ کړی او دغه کوپراتیف ته یې ماشینري او اصلاح شوي تخمونه په واک کې ورکړي دي.

پژواک خبري اژانس د روان لمریز کال د تلې په دویمه د «له کورنۍ باغچې د «کرنیز کوپراتیف» تر جوړولو؛ جوزجان کې د یوې کروندګرې او بریالۍ ښځې د ژوند کیسه» در عنوان لاندې یو راپور خپور کړ. د دغه کوپراتیف بنسټ‌ګرې سایرې له پژواک سره مرکه کې، د حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

هغې ویلي وو، په دغه کوپراتیف کې چې د ۲۳۱ زره افغانیو په پانګونې یې جوړ کړی، ۲۳۱ ښځطې د بڼوالۍ، مالدارۍ (لبنیاتو د تولید) او کرنه کې پر کار بوختې دي او د دغه کوپراتیف د جوړولو اصلي موخه، نورو ښځو ته د کار زمینې برابرول دي.

سایرې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت او د کرنې سکټور برخه کې له مرستندویه بنسټونو غوښتي وو چې د کرنې برخه کې فعالیت کوونکو ښځو ته دې د کرنې د ميکانیزه کولو او کرنیزو محصولاتو د پروسس روزنیز او بازارموندنې برخه کې پروګرامونه جوړ کړي.

د هرات یوه اوسېدونکې او د دغه کوپراتیف غړې زهرا نن (پنج‌شنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «ستاسو د راپور له خپرېدو وروسته، د کرنې ریاست موږ ته ماشینري او وسایل، اصلاح شوی تخم او نور راکړل او ژمنه راسره شوې چې موږ ته روزنیز پروګرامونه پیلوي.»

هغه وویل چې دغو مرستو او د زده‌کړو فرصتونو د دوی پّ حاصلاتو کې اغېزناکه رول درلودلی دی.

بلخوا، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیح‌الله خیراندیش وايي چې د کرنې په برخه کې د ښځو ملاتړ د دوی لومړیتوب دی او وايي چې په وروستیو ورځو کې یې څو ماشینونه او کاري وسایل کوپراتیف ته ورکړي او دغه ډول مرستې لا هم ادامه لري.

هغه زیاتوي: «موږ د جوزجان د ښځو د ژوند سطحې لوړولو لپاره بېلابېل خدمات وړاندې کړي دي. یو له مهمو کارونو څخه یې ښځو لپاره د کرنیزو ماشینونو برابرول دي. موږ په پام کې لرو چې د دې ماشینونو په مرسته ښځو لپاره د کرنې پروسه اسانه او موثره کړو.»

خیراندیش ښوونیزو پروګرامونو ته په اشارې وویل: «د دې ترڅنګ، موږ ښځو لپاره بېلابېل ښوونیز پروګرامونه هم برابر کړي څو هغوی وکولای شي د کرنې نوې تګلارې وکاروي او په دې توګه خپل محصولات زیات کړي. په دې پروګرامونو کې کرنیزه زده‌کړه، د کښت او حاصلاتو راټولولو نوې تګلارې، د افتونو او ناروغیو مدیریت او دغه‌راز د کرنې په برخه کې له نوې ټیکنالوژۍ سره اشنایي شامله ده. موږ په دې برخه کې د ډونرانو او موسسو پام هم را اړولی، څو د بېلابېلو زده کړو فرصتونه برابر شي.»

هغه وویل چې ځینو مرستندویه موسسو ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به دې کوپراتیف ته نورې مرستې هم وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.