نیلي (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): دایکنډي کې د یوه ځوان له لوري د څرځایونو او د غرونو د ځنګلونو د بیا احیا لپاره د کمپاین په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته اوس هغه د دغه راپور د مثبتو اغېزو په اړه خبرې کوي او وايي، دغه راپور خلک هڅولي او خلکو په پراخه توګه د دغه کمپاینه ملاتړ کړی دی.
پژواک د روان کال د وږي په ۱۹مه «د زرغون راتلونکي کمپاین پیل؛ د غرني ځنګلونو او څرځایونه بیا راژوندي کولو لپاره د دایکنډي د یوه ځوان هڅه» تر نوم لاندې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې د دغه ولایت د چاپېریالي برخې فعال ځوان هڅه کوي چې غرني ځنګلونه بیا احیا کړي.
د دیکنډي د اشترلي ولسوالۍ د چاپېریال برخې ۳۴ کلن حبیبالله نجفيزاده د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لسمې راهیسې د چاپېریال د ساتنې برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړي؛ د هغه لومړنی ګام په عامه ځایونو کې د پلاستیک د کارولو د زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکول و.
نجفیزاده وايي چې د پژواک راپور د دغه ولایت او نورو ولایتونو خلک د غرنیو ځنګلونو او څرځایونو د بیا احیا لپاره هڅولي او په دې ورځو کې ډېر خلک له دغه کمپاین سره یوځای شوي او په عملي توګه کار کوي.
هغه وویل: «د پژواک راپور ډېر ښه غبرګون او د عامه پوهاوي برخه کې یې ډېر مثبت تاثیر درلود، خلک ډېر هڅول شوي او موږ او زموږ د کار ملاتړ یې کړی خو حکومت او اړوندو ادارو تر اوسه کوم علي اقدام نه دی کړی.»
هغه څرګندوي، د خلکو د ملاتړ او هڅونه د دې لامل شوي چې دی د خپل کار او «زرغون راتلونکي» کمپاین د لا ودې لپاره نوره هڅه هم وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دایکنډي اقلیم د هغو غرنیو ونو لپاره مناسب دی چې ډېرو اوبو ته اړتیا نه لري، لکه غرني بادام، خنجک، انځر، تاخوم، چاکه، کرکرګ، ارغوان، سلبي، ایرغي، ارچه او نور او دا ځینې ونې لا هم په محدوده توګه د دایکنډي په ځینو سیمو کې پاتې دي.
نجفيزاده وايي، اوس مهال یې مختلفو ولسوالیو ته سفرونه کړي او خلکو ته یې د غرنیو ځنګلونو د بیا احیا د ګټو په اړه پوهاوی ورکړی او د هغه په وینا، اوس مهال د خلکو په مرسته په بېلابېلو غرونو کې بېلابېل بوټي کري.
د چاپېریال دغه فعال د خپلو فعالیتونو موخه د غرنیو ځنګلونو او څرځایونو بیارغول، پّ هېواد کې د شنه پوښښ رامنځته کول، د ځایي غرنیو ونو او د غرنیو بوټو د له منځه تلو مخنیوی ګڼي او باور لري چې دغه کار د خاوري د خرابېدو مخه نیولای شي او د طبیعي پېښو د کمېدو لامل هم کېږي.
نجفیزاده باور لري چې د ځنګلونو له منځه تلل نه یوازې د طبیعت څېره بدرنګه کوي، بلکې د خلکو ژوند هم ګواښي.
دا په داسې حال کې ده چې دایکنډي یو غرنی ولایت دی او د پوهانو په وینا، اکثره غرونه او تپې د اقلیمي بدلونونو او د چاپېریالساتنې برخه کې د خلکو د همکارۍ د نشتون له امله له ځنګلونو او څرځایونو تشې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP