Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات روغتیايي مرکزونو کې د کمپیوټري نسخو لیکلو بهیر پیل شو

هرات (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د عامې روغتیا ریاست د یوه مهم اقدام له مخې‌، له دې وروسته به د دغه ولایت په ټولو روغتونونو او کلینیکونو کې نسخې کمپیوټري لیکل کېږي.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وویل چې دغه اقدام د ناروغانو د معلوماتو ثبت او مدیریت کې د دقت ډېرېدو په موخه شوی او د کمپیوټري نسخو کارول به د دې لامل شي چې نسخې شفافې، د پلټنې وړ او په کمې تېروتنې ثبت شي.

د هغه په وینا، په اوسني وخت کې څو روغتونونو د کمپیوټري نسخو ‌لیکنې بهیر پیل کړی او په هرات کې ټولو روغتونونو ته لارښوونه شوې چې دغه بهیر په خپلو روغتیايي مرکزونو کې په جدي توګه عملي کړي.

د هرات اوسېدونکي د عامې روغتیا ریاست د دغه اقدام ملاتړ کوي او وایي، په دې سره به د ځینو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د ناسمې مالي استفادې کچه راټیټه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي وو چې د خلکو د غوښتنې او د سیسټم د اصلاح لپاره یې په ټول هېواد کې د شفري نسخو مخنیوي لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د روان کال د زمري په ۱۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو چې دغه کمېټه به د شفري نسخو د مخنیوي پر لارو چارو کار وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.