Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره د ټیلېفون له لارې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او د سیمې د موجود وضعیت په اړه نظرونه تبادله شوي دي.

عراقچي د سیمې د سولې او ثبات ساتلو لپاره د ایران د هر ډول هڅې پر چمتووالي د ټینګار ترڅنګ د دې موخې لپاره د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د سلا مشورو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

بلخوا، مولوي امیرخان متقي هم د ترسره شوو ډيپلوماتیکو هڅو له امله مننه کړې او د وضعیت ښه‌والي لپاره یې د سیمه‌ییزو سلا مشورو د دوام هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي، تهران په وروستیو ورځو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د ارامښت د ټینګښت لپاره هڅې کړي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې یوه سیمه‌ییزه ناسته ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.