Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د کوچیانو له روغتیايي مرکزونو سره د درملو مرسته وشوه

پل‌علم (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د کوچیانو روغتیايي مرکزونو ته د ۱۱.۵ میلیون افغانیو په ارزښت ۸۳ قلمه بېلابېل درمل ووېشل شول.

د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدزرک ځيرک د دغو درملو د وېش پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل، یاد درمل د څو نړۍوالو مرسته‌کوونکو بنسټونو په مالي ملاتړ او د عامې روغتیا وزارت له‌ خوا برابر شوي چې نن یې رسمي وېش پیل شو.

ځيرک زیاته کړه چې د درملو دا مرسته به د کوچیانو د روغتیا برخه کې د موجودو ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي وویل، هڅې روانې دي چې د وزارت او نړۍوالو شریکانو په ملاتړ د کوچیانو روغتیايي خدمات نور هم پیاوړي شي او هغوی ته هر اړخیزه رسېدنه وشي.

بلخوا، د کوچیانو یوه استازي حاجي عبدالرحمن د عامې روغتیا له ریاسته مننه وکړه او د یادو درملو مرسته یې ارزښتمن ګام وباله.

نوموړي ټینګار وکړ چې اړینه ده د عامې روغتیا وزارت او نړۍوال بنسټونه وخت په وخت د کوچیانو روغتیايي مرکزونه فعالیتونه وارزوي او د موجودو ستونزو د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.