غزنيښار (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د ۳۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني د والي ویاند مولوي عزتالله سعیدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سړک د مالستان ولسوالي د خوني کوتل له لارې له اجرستان ولسوالۍ سره نښلوي او د مالستان له خاکرېز بازاره بیا د اجرستان تر ولسوالۍ پورې رسېږي.
هغه زیاته کړه، یاد سړک چې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د دېرش کیلومتره په اوږدوالي او نهه مترو په سور د ټولګټو وزارت له بودجې جوړېږي.
د سعیدي په وینا چې د دغه سړک جوړولو چارې به د یونيم کال په موده کې بشپړې شي.
هغه څرګنده کړه چې دغه سړک به نه یوازې اجرستان او مالستان ولسوالۍ سره ونښلوي، بلکې د دغو ولسوالیو اوسېدونکو ته به د غزني ښار ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د سوداګرۍ او ټولنیزې هوساینې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
د یادې سیمې یوه اوسېدونکي محمدمیر وایي: «موږ له کلونو راهیسې د دې لارې د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، کله چې موږ ناروغان د غزني ښار روغتونونو ته لېږدوو، ځیني یې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي، اوس به د دغه سړک په جوړېدو سره زموږ ډېرې ستونزې حل شي.»
هغه زیاته کړه چې په دغه مسیر کې د «خونيکوتل» ساحه سخته او پېچلې ده او د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې ده، څه موده مخکې هم په غزني کې د ټولګټو وزارت له لوري د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د ۴۱ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP