کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اداري مرستیال وایي چې اسلامي امارت غواړي له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره پر متقابل احترام ولاړې ښې اړیکې ولري، ټول مسایل د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي او جنګ د هیڅ اړخ په ګټه نه ګڼي.
دغه څرګندونې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د علومو اکاډمي له لوري د «پانګونې په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت پاليسي» تر سرلیک لاندې جوړ شوي علمي – تحقیقي سیمینار کې وکړې.
هغه وویل، د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې له ټولو، هم له ګاونډیانو او هم له نورو هېوادونو سره د متقابل احترام پر اساس ښې اړیکې ولري.
هغه زیاته کړه: «موږ د ټولو مسایلو حل د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې غواړو او جنګ د هیڅ طرف په خیر نه ګڼو، باید ټول مسایل د یوې معقولې او منطقي طرحې پر اساس استوار او د متقابل احترام او د ګټې (برد- برد) پر اساس باید حل شي، دواړه هېوادونه باید په سوله کې ژوند وکړي او له یو بل سره دوستانه اړیکې ولري.»
حنفي وایي: «موږ پر هیچا نه حمله کړې، نه مو تېری کړی او نه به یې په راتلونکي کې وکړو، دا د اسلامي امارت پاليسې ده، خو که څوک راشي او زموږ پر هېواد تېری وکړي، په هغه صورت کې دفاع هم زموږ اسلامي حق دی، هم وطني حق دی او هم مو نړۍوال حق دی، له دې بغییر موږ پر چا تېری نه کوو.»
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې د کډوالو راستنېدو ته هم اشاره وکړه ویې ویل، په دې وروستیو کې شاوخوا ۴،۵ میلیون افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو په اجباري توګه راستانه شوي دي.
خو هغه په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل چې دغه کډوال په څومره موده کې راستانه شوي دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال وویل: «باور وکړئ چې ډېری دغه کډوال له یو یو جوړې جامو سره هېواد ته راغلي او نور یې هيڅ شی نه درلودل.»
نوموړی وایي، اسلامي امارت د خپل توان مطابق له دغو کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او له ملي سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې ژمی په رارسېدو دی، له هغوی سره دې مرسته وکړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د اقتصاد وزیر وویل، داسې سیمینارونه جوړول کولای شي چې په روان اقتصادي حالت کې مثبت اغېزه ولري.
هغه زیاته کړه چې په ۱۴۰۴ کال د اسلامي امارت ټولو بودجوي واحدونو ۵۰۱ پروژې درلودې چې له دې ډلې ۵۹ یې بشپړې شوې او ۲۳۵ نورې د تطبیق په حال کې دي.
نوموړی وایي، ۱۲۱ پروژې د تدارکاتو په حال کې دي او د ۶۱ پروژو کار لا تر اوسه نه دی پیل شوی.
حنیف وویل، د دغو ۵۰۱ پروژو له ډلې ۱۷۱ نوې او ۳۳۰ پروژې انتقالي دي چې له تېر حکومت څخه پاتې دي او د یادو پروژو له ډلې ۳۴۰ یې ساختماني او ۱۶۱ نورې خدماتي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP