Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جاپان سوېل کې پراخه اورلګېدنه؛ تر اوسه ۱۷۰ ودانۍ سوځېدلې دي

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د جاپان په سوېل کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۱۷۰ ودانۍ سوځېدلې او سلګونه خلک د خوندیتوب په موخه د پېښې له ساحې بېړنیو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د جاپان د پېښو او اورلګېدنې مدیریت ملي اداره وايي، دغه اورلګېدنه د دغه هېواد د اویتا ښار په «ساګانوسیکي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

رویټرز راپور ورکړی، د اورلګېدنې له رامنځته کېدو وروسته شاوخوا ۱۷۵ ځايي اوسېدونکي بېړنیو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

چارواکو ویلي چې یو کس نادرکه دی او د یادې اورلګېدنې د رامنځته کېدو د لامل پیدا کولو په اړه څېړنې روانې دي.

په راپور کې راغلي چې د اور لمبو نږدې ځنګلونو ته هم خپرې شوې دي.

د جاپان لومړي وزیر سانه تاکایجي پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اویتا ښار د والي په غوښتنه یې د اور مړ کولو لپاره سیمې ته یوه نظامي چورلکه لېږلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.