خوستښار (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې مشر وايي چې لا هم په هېواد کې اطلاعاتو ته په لاسرسي ستونزې شته او له حکومتي چارواکو یې غوښتنه کړې چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر جميل وقار چې په خوست کې يې له خبريالانو سره د همغږۍ او مشورتي ناستې ته خبرې کولې وویل، که څه هم اطلاعاتو ته د لاسي برخه کې په تېرو څلورو کلونو کې ښهوالی راغلی، خو په ځينو ولايتونو کې لا هم دا ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.
هغه له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې دې برخې ته پوره پاملرنه وکړي.
د نوموړي په خبره: «رسنۍ په اطلاعاتو باندې چلېږي، يانې هغه کوم تېل چې د رسنيو ماشين خوري، هغه اطلاعات دي، که موږ د يوه ښه ميکانيزم له لارې اطلاعات ترلاسه نه کړو، نو زه فکر کوم بيا موږ رسنۍ نه شو کولای هغه ډول چې لازمه ده ويې وچلوو.»
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر وويل، د دوی د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې ۱۸۰ نوو رسنيو فعاليت پيل کړی، خو زياتوي چې ډېری نورې بيا له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه له حکومتي مسوولينو وغوښتل چې په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو ملاتړ وکړي او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې دې د نړۍوالو مرستندويه بنسټونو او ادارو پاملرنه راجلب کړي.
وقار زياته کړه: «امارت منحيث د نظام بايد خپل مسووليت وبولي، د رسنيو ملاتړ وکړي او دغسې بنسټونه لکه د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه دا لا هم تشويق کړي، رسنۍ په دغسې سختو اقتصادي شرايطو کې فعاليت کوي، دا بايد تشويق کړي چې لا موثر کار وکړي، د ارزښتونو لپاره کار وکړي، هغه که اسلامي ارزښتونه دي، که زموږ ملي ارزښتونه دي.»
جميل وقار دغهراز په خپلو خبرو کې وويل، که حکومت، رسنۍ او د رسنيو ملاتړې ادارې ګډ کار وکړي او د تفاهم لاره اختيار کړي، نو دی باور لري چې ټولې ستونزې به حل شي.
نوموړي دغهراز زیاته کړه، د دوی هڅه دا ده چې د خبريالانو د ظرفيت لوړونې لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترتيب کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP