دایکنډي (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکنډي په پاتو ولسوالۍ کې د ۲۹ کیلومتره سړک پراخولو او جغلاچونې او د دوو اوسپنیزکانکریټي پلونو جوړولو پروژو چې څه باندې ۷۶ میلیون افغانۍ لګښت لري، پرانیستې.
د دایکنډي د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمدادریس شریعت وايي، دغه پروژې چې ۷۶ میلیون افغانۍ لګښت لري، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له بودجه پلې کېږي.
هغه زیاته کړه چې دغه سړک د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ له لادوګګ تپې پیل او د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ تر سنگ شیخ کلي غځېږي.
نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې چې دغه سړک به د دویمې درجې په توګه ۷ متره پراخ او پوخ شي او پر دې لاره دوه اوسپنیزکانکریټي پلونه هم جوړېږي.
ورته مهال، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده د دایکنډي په پاتو ولسوالۍ کې د دې پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت د مجاهدپال ملت د کوښښونو او قربانیو په نتیجه کې حاکم شوی او اوس د دغه نظام هڅه دا ده چې په ټول هېواد کې په متوازن ډول پرمختیايي او خدماتي پروژې عملي کړي.
هغه د دې حیاتي لویې لارې پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې ولسوالۍ خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو، په ځانګړي ډول د زیربنایي ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ هڅه کوي څو په دې برخه کې د خلکو ستونزې او ننګونې حل شي.
د دایکنډي والي ملا نجیبالله رفیع په دغو مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت مسوولین تل هڅه کوي چې د خلکو ستونزې حل کړي او له خلکو یې وغوښتل چې د ګډ کار او همکارۍ روحیې له لارې له دولت سره د چارو پر مخ وړلو کې مرسته وکړي.
د دایکنډي والي هیله څرګندوي چې د دې پروژو په پرانیستل کېدو سره به په تګ راتګ کې اسانتیاوې، راکړو ورکړو کې پرمختګ رامنځته او خدمتونو ته د غوره لاسرسي زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP