Language

تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې لس زره افغان کډوال راستانه شوي

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه لس زره او ۴۰۵ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۷۶۳ کورنۍ چې ۱۰۴۰۵ کسان کېږي، هېواد ته راستني شوې دي.

فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپین‌بولدک، د هلمند بهرا‌مچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، تېره ورځ ۲۲۲۲ راستنې شوې کورنۍ چې ۱۳۳۰۳ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۵۳۴ کورنیو سره مرسته شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۵۷۷ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۷۳۲۶ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.