پلخمری (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دبغلان امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ دپلخمري اړوند «بالادوري» سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
سرچينې ویلي، په دغه پېښه کې یوې ښځې او یوې ماشومې ژوند دلاسه ورکړی او ٩ نور کسان ټپیان دي چې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP