منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله  ١١ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۶ کتنې

پلخمری (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دبغلان امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ دپلخمري اړوند «بالادوري» سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سرچينې ویلي، په دغه پېښه کې یوې ښځې او یوې ماشومې ژوند دلاسه ورکړی او ٩ نور کسان ټپیان دي چې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.