Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ماساموتو کينيچي: هڅه کوم د افغانستان او جاپان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې همکارۍ زیاتې شي

کابل (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، کابل کې د جاپان له نوي سفير سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت لیواله دی څو له جاپان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې پراخې مثبتې اړیکې ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د جاپان له نوي سفير ماساموتو کينيچي سره تعارفي ليدنه کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزير د جاپان سفير ته په نوي ماموريت کې د بريالیتوب هیله څرګنده کړې او زیاته یې کړې یې ده چې جاپان د نړۍ له پرمختللیو هیوادونو څخه دی، افغانستان له جاپان سره تاریخي اړيکې لري او اسلامي امارت لیواله دی چې له دغه هېواد سره په سياسي او اقتصادي برخو کې پراخې مثبتې اړیکې ولري.

سرچینه زیاتوي چې  د جاپان سفير ماساموتو کينيچي په افغانستان کې د سراسري امنيت، د مخدره توکو  پر وړاندې مبارزې او په ګڼو برخو کې د پرمختګونو ستاينه کړې او ویلي یې دي: «د خپل ماموريت په وخت کې به هڅه وکړم چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پياوړې شي او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ زیاتې شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.