Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نړۍوال بانک په افغانستان کې قراردادي شرکتونو ته د خپلو پاتې پورونو د ورکړې بهیر پیل کړ

کابل (پژواک، د ليندي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وايي چې په افغانستان کې د نړۍوال بانک دفتر بېرته پرانیستل شو او دغه بنسټ د خپلو فعالیتونو په بیا پیلولو سره، قراردادي شرکتونو ته د خپلو پاتې پورونو د ورکړې بهیرهم پیل کړی دی.

د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د مالیې وزارت د هڅو او له نړۍوال بانک سره یې د دوامداره اړیکو او همکاریو په ترڅ کې، په افغانستان کې د دغه بانک دفتر بېرته پرانیستل شو او فعالیتونه یې له سره پیل شول.

سرچینه وايي چې نړۍوال بانک اوس چمتو دی څو د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو پورونه ورکړي چې اسناد یې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې بشپړ شوي دي.

د مالیې وزارت وايي، اوسمهال هغو قراردادي شرکتونو ته د نړۍوال بانک لخوا د پورونو ورکولو لړۍ شوې چې اسناد یې د نړۍوال بانک د څارونکي (TPMA) او د مالیې وزارت له له لوري بشپړ او څېړل شوي دي.

د دغه وزارت په خبره، د څېړنو پر بنسټ، نړۍوال بانک د قراردادي شرکتونو نږدې ۴۵ میلیون ډالر پوروړی دی چې ټاکل شوې، له مالیې وزارت سره په همغږۍ په څلورو پړاوونو کې اړوندو قراردادي شرکتونو ته ورکړل شي.

سرچینې زیاته کړې چې په لومړي پړاو کې به نږدې ۹.۳ میلیون مریکايي ډالر په مستقیم ډول د نړۍوال بانک له خوا بهرنیو قراردادي شرکتونو ته ورکړل شي. په دویم پړاو کې چې اوسمهال پیل شوی، ۱۶.۸ میلیون ډالر د مالیې وزارت له لارې شرکتونو ته ورکول کېږي او وروسته به په درېیم او څلورم پړاو کې د دغو شرکتونو نورې پیسې هم په خپل نوبت سره ورکړل شي.

د مالیې وزارت زیاته کړې، د نړۍوال بانک له لوري قراردادي شرکتونو ته د پورونو ورکړه یو مثبت ګام دی او دا چاره د هېوادوالو د حقونو د تامین لپاره اغیزناکې حکومتولۍ ته د اسلامي امارت ژمنتیا ښیي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.