هرات (پژواک، ٢ لېندۍ ١٤٠٤): هرات کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامنبي نبيزاده وايي چې نن سهار د دغه ولایت د شینډنډ ولسوالۍ مربوطاتو کې د هرات – کندهار پر لویه یوه ۴۰۲ مسافر وړونکي بس موټر له فلاینکوچ سره ټکر کړی او بیا چپه شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د یادې پېښې په پایله کې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
نبيزاده دغهراز زیاتوي چې د یادې پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري له پېښې وروسته ډېر ژر روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP