نیلي (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۸۰ شنو خونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نشراتو مسوول هاشم بهزاد وايي چې د دغه ولایت په مرکز او شهرستان، سنګتخت، اشترلي، خدیر او میرامور ولسوالیو کې بزګرانو ته د ۱۰ متره اوږدوالي او پنځه متره په سور ۸۰ شنې خونې جوړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه چې دغه پروژې د څه باندې ۱۹ میلیون او ۳۱ زره افغانیو په لګښت د دغه ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ د (UNDP) دفتر له لوري تطبیق شوې دي.
بهزاد دغهراز وویل: «هر بزګر ته دوه – دوه ۳۰۰ واټه سولري تختې، یوه – یوه زر لېټره د اوبو ټانکۍ، ترمامیتر، بیاتي، پیتماس، موهیک اېسی، د کرلو قالب، پلاستیک، پړی او د سبزیجاتو ډول ډول تخمونه وېشل شوي دي.»
هغه وویل چې د یادو شنو خونو جوړولو موخه د ګلخانهیي کښت ترویج، بزګرانو ته د کاري فرصتونو برابرول او د باکیفیته محصولاتو د تولید کچې زیاتوالی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP