Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت د یوه سړک رغولو چارې پیل شوې

لښکرګاه (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د هلمند د ګرشک او موسی‌کلا ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي سړک د رغولو چارې د ټولګټو وزارت له لوري د یو میلیارد او ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د هلمند والي مولوي امان‌الدین منصور پرون د یاد سړک د چارو د پیل مراسمو کي وویل چې د سیمې اوسېدونکي کلونه د دغه سړک جوړېدو په تمه وو چې نن یې چارې عملاً پیل شوې.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه سړک د چارو له بشپړېدو سره به د هلمند ناو‌مېش، بغني، باغران، نوزاد، موسی‌کلا او ګرشک ولسوالۍ سره ونښلي او د غور، هرات، هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي او سوداګر به هم پر اسانه او خوندي لاره له تګ راتګ څخه برخمن شي.

هغه وویل چې د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي په هره برخه کې خلکو ته لازم خدمتونه وړاندې کړي څو د هغوی ستونزې کمې شي.

ورته مهال، د هلمند د ټولګټو ریاست د ودانیزو چارو امر انجنیر ګل‌احمد ویاړ وویل چې دا د ګرشک او موسی‌کلا ترمنځ د ۴۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه ده چې له بشپړېدو سره به یې د هلمند د خلکو ورځنی ژوند، روغتیا او اقتصاد خورا ښه شي.

ویاړ زیاته کړه چې یاد سړک به د یو میلیارد او ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ساختماني شرکتونو له‌ خوا د دوو کلونو په موده کې ورغول شي.

همدارنګه نوموړي وویل چې د دغه سړک د رغونې په بهیر کې به په مستقیم او غیرمستقیم ډول سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او دوی به وکولای شي له همدې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه ترلاسه کړي.

بلخوا، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت هم په خپلو خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې د ټولګټو ریاست له لوري یو لړ سترې پروژې پیل شوې دي.

د ده په خبره، څو ورځې مخکې د همدغه ریاست له خوا د ګرمسېر ولسوالۍ پر هلمند سیند جوړ شوي پله د ترمیم پروژه د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.