کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د کابل ښاروالي وایي چې د ښار له ګڼېګوڼې په ډکو ساحو کې د خلکو خوندي تګ راتګ په موخه د ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د لسو هوايي پلونو جوړولو پروژې چارې پیل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ نن (یکشنبه، د لیندۍ ۲مه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «د کابل ښاروالۍ د ښار له ګڼېګوڼې په ډکو ساحو کې د خوندي تګ راتګ لپاره لس هوايي پلونه نصبوي»
دغهراز زیاته شوې چې د دې طرحې عملي کار د ښوونې او روزنې پوهنتون له مخې پیل شوی او لومړی پُل به د ۵۴ مترو په اوږدوالي، دوو مترو په سور او ۶ مترو په لوړوالي نصب شي، دغه پل څلور فلزي پایې او معياري زینې لري.
سرچینې لیکلي، د طرحې پراساس یاد پلونه به په نوبت په نورو له ګڼېګوڼې په ډکو ساحو کې هم جوړ او نصب شي څو د ښار په مزدحمو لارو کې د ښاریانو تګ راتګ منظم او د ترافیکي پېښو کچه به ورسره ټیټه شي.
د کابل ښاروالي وایي چې د دې پروژې ټول لګښت څه باندې ۴۷ میلیون افغانۍ دی او ښاروالي هیله لري چې په پلې کېدو سره به یې په مزدحمو ساحو کې ښاري نظم ښه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP