Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۷ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شول

پل‌علم (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): لوګر کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم،  بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې  ۷ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او پرانيستل شول.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریيس مولوي مطیع‌الله عابد پژواک خبري اژاس ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې  ۷ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او پرانیستل شول.

هغه زیاته کړه، د یادو سایټونو په جوړېدو سره د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې له مخابراتي او انټرنټي اړخه د خلکو ستونزې هوارې شوې.

عابد دغه‌راز وویل چې د دغه ولایت په ځینو نورو سیمو کې هم د  ۱۲ مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې رواني دي.

بلخوا،  د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم یوه اوسیدونکي میلاد پژواک ته وویل، خوښ دی چې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې ۷ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شول.

 خو نوموړی زیاتوي چې لا هم په مرکز او محمداغه ولسوالۍ کې یو شمېر سیمې د چټک انټرنېټ له خدماتو بې‌برخې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.