هرات (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): په افغانستان کې د یوناني درملو کارونه اوږده مخینه لري خو ډاکټران وايي چې د غیرمسلکي کسانو له لوري د دغو درملو تجویز او عرضه ناروغان له ستونزو سره مخ کولای شي. ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د یوناني طب عمومي امریت په جوړولو او د طبیبانو د ارزونې په پیل سره هڅه کوي چې دا برخه معیاري او باوري کړي.
یوناني طب – چې تر ډېره له طبي بوټو په استفادې ولاړ دی – یو دودیز درملیز نظام دی چې ریښه یې د لرغوني یونان له طب څخه اخيستل شوې او د اسلامي تمدن په دوره کې یې د ابن سینا په څېر پوهانو له خوا پراختیا موندلې ده.
خلک ولې یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي؟
یو شمېر خلک وايي چې د ځینو ناروغیو د درملنې لپاره له یوناني درملو ګټه اخلي او یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي.
د هرات ښار یو اوسېدونکی میلاد چې د یوناني درملو اخیستو لپاره د یوناني درملو یوه پلورنځي ته تللی وايي، د کیمیاوي درملو د کیفیت خرابوالي، د ناروغۍ د نه تشخیص او د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوی چې له یوناني درملو ګټه واخلي.
د ده په باور، د یوناني درملو کارونه بېاغېزې نه وه او د دغو درملو د ترکیب یوه ګټه د بوټو خالصوالی بولي چې په وینا یې، هيڅ ډول سوداګریز او د کیمیاوي موادو ترکیب او د بدن لپاره زیان نه لري.
عبدالرزاق زرګر چې د هرات یو بل اوسېدونکی دی، د یوناني درملو د کارولو دلیل یې د درملو ټیټه بیه او پر دې درملو د خلکو باور بولي.
هغه وايي چې کیمیاوي درمل ښه کیفیت نه لري او بیه یې هم لوړه ده. د عادي ناروغیو لپاره له یوناني درملو ګټه اخلي خو که جدي ستونزه ورته پیدا کېږي، هغه وخت بیا روغتون ته ځي.
دغهراز، شاهمحمد چرخي چې د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکی دی هم وايي: «د کور د غړو د ځینو ناروغیو لپاره له یوناني درملو کار اخلو؛ ځکه چې جانبي عوارض نه لري، ګټور دي او اقتصادي هم دي.»
خو هغه هم زیاتوي چې د جدي ناروغیو درملنې لپاره ډاکټر ته ورځي.
د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي.
یوناني درمل؛ درملنه که ګواښ؟
ډاکټران د یوناني درملو د خپلسرې کارونې او غیرمسلکي کسانو ته د خلکو مراجعې په اړه خبرداری ورکوي. هغوی وايي، که څه هم له یوناني درملو ګټه اخیستنه د خلکو په کلتور کې اوږده مخینه لري، خو د ناروغیو په درملنه کې د کیمیاوي درملو اغېز ډېر او علمي دی.
هرات کې یوه ډاکټر غیاث حکیمي وویل: «په خپل سر د یوناني درملو کارونه نه یوازې دا چې ممکن هیڅ درد دوا نهکړي، بلکې په ځینو مواردو کې ناروغ ته د نوو ستونزو پیدا کېدو لامل هم ګرځي. هره ناروغي کره تشخیص او علمي درملنې ته اړتیا لري.»
د هغه په وینا، په ډېری مواردو کې ناروغان د یوناني درملو له ناسمې کارونې وروسته په بد وضعیت کې روغتون ته مراجعه کوي.
په افغانستان کې یوناني طب؛ له رسمي زدهکړو پرته دودیزه تجربه
په افغانستان کې د یوناني درملو کارونه او یوناني طب اوږده مخینه لري، خو د رسمي زدهکړو نشتوالي د خلکو لپاره د ډاډمنو خدمتونو وړاندې کولو کې خنډ رامنځته کړی دی.
د کابل ښار په تایمني کې یو یوناني طبیب وحیدالله همدرد وايي چې د عامې روغتیا له وزارت څخه رسمي جواز نهلري، خو د دودیز طب د ټولنې له ریاست څخه د فعالیت جواز لري او هره ورځ تر ۱۵ ناروغان ورته مراجعه کوي.
هغه وايي چې یوناني درمل د ډېرو ناروغیو په درملنه کې اغېزناک تمامېږي.
هغه څرګنده کړه چې یوناني طب په افغانستان کې د زدهکړو رسمي څانګه نهلري او ډېری طبیبانو دغه کسف له خپلو پلرونو او نیکونو د تجربې په ډول زده کړی دی.
همدرد وايي: «د عامې روغتیا وزارت باید موږ ته جواز راکړي؛ خو تر څو چې رسمي رشته تدریس نهشي او پوهنتون نهوي، د جواز اخیستل هم ستونزمن کار دی. زموږ یوه اساسي ستونزه همدا ده چې باید حل شي څو عطاران له مصاله پلورونکو تفکیک شي.»
هغه له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې له یوناني طبیبانو ملاتړ وکړي او وايي: «ډېر کلونه مې په دغه کار کې تېر کړي، خو تر اوسه هيڅ رسمي سند نه لرو. لږ تر لږه باید له طبیبانو ازموینه واخیستل شي او هغوی ته قانوني اسناد ورکړل شي.»
په هرات کې د یوناني درملو یوه تولیدوونکې مېرمن قریش نبيزاده وايي چې له څه باندې پنځو کلونو راهیسې د یوناني درملو د تولید برخه کې کار کوي. هغې وویل چې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې له خونې صنفي جواز لري.
د هغې په وینا، یوناني درمل «څه خاص عوارض» نهلري او خلکو ته ګټور تمامېږي.
له څېړنې تر معیاري کولو؛ د یوناني طبیبانو لپاره د عامې روغتیا وزارت اقدام
د هېواد د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وزارت هڅه کوي خلکو ته معیاري او عادلانه خدمتونه وړاندې شي او د معیاري خدمتونو لپاره اړتیا ده چې د عامې روغتیا وزارت ټول مقررات او اصول عملي شي.
هغه زیاته کړه: «له همدې امله په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د یوناني طبابت عمومي امریت تاسیس شوی څو موږ وکولای شو یوناني او دودیز طبابت معیاري کړو.»
هغه وايي: «له بده مرغه په هېواد کې د یوناني طب ځیني مرکزونه د یو څو کسانو لاس ته لوېدلي چې مسلکي نه دي، روزل شوي نه دي او د عامې روغتیا وزارت جواز نه لري. په دې برخه کې په مرکز او ولایتونو کې زموږ جدي نظارت روان دی څو وکولای شو د هغوی فعالیتونه معیاري کړو.»
ډاکتر شرافت زمان د معلوماتو له ورکولو پرته وویل چې ځیني یوناني طبیبان جواز لري.
هغه زیاته کړه: «هغه څه چې زموږ خلکو ته باید روښانه وي، دا دي چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې معیارونه عملي شي، د خدماتو کیفیت ښه شي او خلکو ته معیاري خدمات وړاندې شي، زموږ موخه د ډاکټرانو معیاري کول دي، نه دا چې موږ د هغوی د کار خنډ وګرځو.»
هغه وويل چې د خلکو د شکايتونو د ثبت له امله، د وزارت د نظارت ټيمونو د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د يوناني طب د درملنې مرکزونه کتلي دي.
هغه زیاته کړه: «ډېر هغه درمل چې په یوناني طب کې کارول کېږي، د غیرمسلکي کسانو له لوري جوړېږي، د هغوی ډېر هغه مشهور درمل چې ډېری پېرېدونکي یې درلودل، له بده مرغه کله چې موږ په لابراتوار کې معاینه کړل، معیاري نه وو او نتیجه یې منفي وه، له خلکو هم زموږ غوښتنه دا ده څو هغو مرکزونو ته مراجعه وکړي چې راجستر او معیارونه یې عملي کړي وي، ځیني مرکزونه داسې وي چې راجستر شوي نه وي او معیارونه نه عملي کوي.»
د هغه په خبره، د عامې روغتیا وزارت د هغو کسانو لپاره چې لا یې معیارونه نه دي مراعات کړي، یو ځانګړی وخت ټاکلی څو ځانونه له معیارونو سره برابر کړي.
کاظمي: د عامې روغتیا وزارت اقدام د دودیزو طب مسلکي کولو پر لور یو لوی ګام دی
په افغانستان کې د دودیز یوناني طب د ټولنې مخکنی سلاکار محمدرفیع کاظمي وايي، ښايي په ټول هېواد کې د یوناني طبابت څه باندې لس زره ډاکټران فعالیت ولري.
هغه هم وویل چې د عامې روغتیا وزارت د ډاکترانو د ارزونې لړۍ پیل کړې او د نوي طرزالعمل له مخې، یوازې هغه کسان چې د دوولسم، څوارلسم یا شپاړسم ټولګي اسناد لري او له ازموینې او ارزونې وروسته بریالي شي، د یوناني طب جواز به ترلاسه کړي.
هغه وويل چې په تېرو دوو لسيزو کې په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت وروستۍ لاستهراوړنې بېساري دي او دا چې له دې دې وروسته هيڅوک له اسنادو پرته نه شي کولای د خلکو د روغتيا په اړه پرېکړه وکړي، يو لوی پرمختګ ګڼل کېږي.
هغه دغهراز وویل چې په راتلونکو میاشتو کې به د دودیزو طب یو ځانګړی پوهنتون جوړ شي.
کاظمي ټینګار وکړ چې د بوټو له درملو استفاده هغه وخت ګټوره وي چې خلک یې د مسلکي ډاکټر د نسخې له مخې واخلي؛ له دې پرته پر خپل سر کارول یې جانبي عوارض درلودلای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP