پلعلم (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر سیمهييز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په برکيبرک، خروار، محمداغه او خوښۍ ولسوالیو کې شاوخوا دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شول.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراقا پیرحبیبالرحمن وویل،، دغه مرستې د قطر سرې میاشتې ټولنې له لوري د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په مالي لګښت چمتو او ووېشل شوې.
هغه زیاته کړه، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ووېسل شول.
په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې د پروګرام همغږي کوونکي انجنیر زاهدالله مومند وویل چې دغه بنسټ له کلونو راهیسې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې فعالیتونه کړي او له دې وروسته به د کرنې په برخه کې هم ورته پروګرامونه پلي کړي.
بلخوا، د محمداغې ولسوال قاري صبغت الله تقوا او د سیمې قومي مشر حاجي زلمي د قطر له مرستو مننه وکړه او د کرنې سکټور د لا پیاوړتیا لپاره یې د سړو خونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د لوګر یوه بل بزګر کریمالله د اصلاح شوي تخمونو وېش د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره حیاتي وباله او ژمنه یې وکړه چې تخمونه به د کرنې ریاست د لارښوونو سره سم وکري.
د یادونې ده چې تېره اونۍ هم د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۵۰۰ نورو بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او سره وېشل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP