Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې وزارت د پژواک له راپور وروسته د معیاري ښوونیز چاپېریال رامنځته کېدو لپاره پر دوامداره هڅو ټينګار کړی

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): په جوزجان کې د ښوونیزو زیربناوو کمښت په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د پوهنې وزارت ويلي، په دې هڅه کې دي چې دغه ستونزه د جوزجان په ګډون په ټول هېواد کې هواره شي.

پژواک خبري اژانس د لړم په ۲۵مه «په جوزجان کې د ښوونیزو زیربناوو کموالی؛ ۱۲۲ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې د جوزجان د پوهنې رییس مولوي لعل‌جان راشد له قوله ویل شوي وو چې د دغه ولایت له ۳۶۵ فعالو ښوونځیو څخه ۱۲۲ یې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو، خېمو او یا هم ازاده فضا کې فعالیت کوي. هغه زیاته کړې وه چې د دغو ۱۲۲ ښوونځیو د زده‌کوونکو شمېر ۲۵ زره او ۷۵۴ ته رسېږي.

په یاد راپور کې د پوهنې او روغتیایي چارو پوهانو د معیاري ټولګیو او سالم ښوونیزو چاپېریال شتون د زده‌کوونکو د زده‌کړو او روغتیا لپاره خورا مهم بللی او په دې برخه کې یې د حکومت او مرستندویه بنسټونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې وه.

د پوهنې وزارت ویاند منصوراحمد حمزه  د پژواک د راپور له خپرېدو پنځه ورځې وروسته پر خپله اېکس‌پاڼه د همدې موضوع په اړه یو ویډیويي پیغام خپور کړ.

نوموړی په دې ویډیو کې وايي: «د پوهنې وزارت هڅه کوي چې زده‌کوونکو ته معیاري، سالم او خوندي ښوونیز چاپېریال برابر کړي. په وروستیو میاشتو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د دوه میلیارد او ۱۷۷ میلیون افغانیو په لګښت ۱۷۹ ښوونځیو او شپږو دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.»

هغه زیاتوي، په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د ښوونځیو لپاره د نوو جوړو شوو ودانیو شمېر ۱۳۱۵ ته رسېږي.

د ده په وینا، په همدې موده کې ۳۰۰۰ ښوونځي بېرته رغول شوي، د ۲۶ نوو ښوونځیو جوړولو او ۱۸۱ نورو ښوونځیو د بیارغونې چارې روانې دي.

د پوهنې وزارت ویاند پژواک ته وویل چې د معیاري ښوونیز چاپېریال رامنځته کول د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو دی او هڅه کېږي چې د جوزجان په ګډون په ټول هېواد کې په دې برخه کې شته ستونزې حل شي.

هغه زیاته کړه، په وروستیو ورځو کې په جوزجان کې د درېیو ښوونځیو د ودانیو جوړولو کار پیل شوی او د ۱۱ ښوونځیو د بیارغولو چارې روانې دي.

د هغه په خبره، په تېرو څلورو کلونو کې په جوزجان کې ۲۰ نوي ښوونځي جوړ شوي او ۲۰۰ نور بیارغول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.