Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترکیې ته ولاړ

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) غړو هېوادو د وزیرانو غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (سه‌شنبه، د لېندۍ ۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي به د اېکو ناسته کې د ګډون ترڅنګ د ۲۰۲۵ حلال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې هم برخه واخلي.

سرچینې لیکلي چې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترکیې جمهوریت د خصوصي سکټور له غړو سره کتلي او په افغانستان کې یې د پانګونې جلبولو په اړه خبرې کړې دي.

د یادولو ده، د «اېکو» اقتصادي همکاریو سازمان، یو سیمه‌ییز سازمان دی او د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او تخنیکي همکاریو د پراختیا لپاره جوړ شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.