کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): غزني کې د سلطان محمود غزنوي د زیارت پارک د بیارغونې پروژې چارې د ترکیې د ټیکا فرهنګي بنسټ په همکارۍ بشپړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.
د دې پروژې د پیل مراسمو کې چې پرون په غزني کې د سلطان محمود غزنوي زیارت په انګړ کې ترسره شول، د اسلامي امارت چارواکو او په کابل کې د ترکیي سفیر جنک اونال ګډون درلود.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیقالله عزیزي وویل: «د ترکیی هېواد اړوند له ټیکا فرهنګي بنسټ څخه مننه کوو چې د سلطان محمود غزنوي د مقبرې اړوند پارک او ملحقاتو د بیارغوني پروژه يې شروع کړه. د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه کې د ترکیې هېواد ونډه د دواړو هېوادونو د تاریخي مشترکاتو او اړیکو ثبوت وړاندې کوي.»
عزیزي د سلطان محمود غزنوي پر ژوند، شجاعت او تاریخي شخصیت هر اړخیزې خبرې وکړې، هغه یې د اسلامي نړۍ مسلمان امپراطور او د اسلامي فرهنګ علمبردار یاد کړ.
هغه د غزني د خلکو د علمي او فرهنګي اړتیاوو پوره کولو برخه کې د سلطان محمود غزنوي په روضه کې د یوه علمي او فرهنګي کتابتون او موزیم جوړولو ژمنه هم وکړه.
د تیکا ادارې مشر د دې پروژې د بیارغونې ترڅنګ د هغو پروژو په اړه هم معلومات وړاندې کړل چې تیکا یې په افغانستان کې پلې کوي.
د ترکیې سفیر جنک اونال د افغانستان او ترکیې پر اړیکو خبرې وکړې او سلطان محمود غزنوي يې د ترکیې او افغانستان د ولسونو ترمنځ ویاړلی او تلپاتی شخصیت وباله.
اونال ژمنه وکړه چې ترکیه به په غزني کې د تاریخي ابدو په رغونه کې نوره ونډه هم واخلي.
د غزني والي مولوي عبدالصمد جاوېد هم د ټیکا بنسټ او ترکیې له سفیره مننه وکړه چې غزني ته یې اهمیت ورکړی او د سلطان محمود غزنوي د روضي او مرقد په جوړونه کې یې برخه اخیستې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP