Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي کبیر: ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي چې د ژمي په رارسېدو سره د راستنو شوو کډوالو ستونزې ډېرې شوې او په ګاونډیو هېوادونو کې هم د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو مدیریت برخې له مشرې  شکونودا سره وکتل.

سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې راستنو شوو ته د مرستو او په هېواد کې د کډوالو پر دایمي حل‌لارو خبرې وشوې.

سرچینه کاږي چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مرستیالې او د بحرانونو مدیریت برخې مشرې شکونودا ویلي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې لپاره لومړیتوب لري او یادونه یې کړې چې د افغان کډوالو د ستونزو پر دایمي حل کار کوي.

شکونودا زیاته کړې چې د راستنو شوو ظرفیتونو او وړتیاوو ته په کتو، هغوی به د ټولنې فعال غړي شي او هڅه به وکړي څو هغوی ته مناسب کاري چاپېریال چمتو کړي.

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې پلاوي د راستنو شوو چارو ته د رسېدنې او اغېزناک کار په موخه د کډوالو چارو له وزارت سره د ګډې کمېټې جوړېدو وړانديز کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، په یاده لیدنه کې مولوي عبدالکبیر له ملګرو ملتونو له افغانانو سره د مرستو له امله مننه وکړه.

هغه زیاته کړې چې د ژمي په رارسېدو سره د راستنو شوو ستونزې ډېرې شوې او په ګاونډیو هېوادونو کې هم د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت له کډوالو سره د لنډمهاله مرستو ترڅنګ د دایمي سرپناه پلان هم پلی کوي او په دې برخه کې یې له نړۍوالو د مرستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، د کډوالو چارو وزارت اړمنو راستنو شوو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې او یادونه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو ادارې دې هم د کډوالو لاسنیوی وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.