Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې شاوخوا لس ټنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت په بدخشان ولایت کې د څه باندې لس ټنه تاریخ‌تېرو او بې‌کیفیته درملو او خوراکي توکو سوځولو خبر ورکوي او وايي چې دغو توکو عامه روغتیا ته زیان رساوه.

د عامې روغتیا وزارت د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په حواله ويلي چې ۱۳۵ قلمه تاریخ‌تېر، بې‌کیفیته او ناقانونه خوراکي او ۱۷۰ قلمه روغتیايي توکي چې ټول‌ټال وزن یې لس ټنو ته رسېده، په دغه ولایت کې سوځول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې دغه توکي د اړوندو ځايي ادارو د پلاوو په شتون کې سوځول شوي او د مسوولینو په خبره، موخه یې د بدخشان په بازارونو کې د مضرو او روغتیا ته د زیان رسوونکو موادو د پلور مخنیوی دی.

روغتیايي مسوولین ټینګار کوي چې پر بازار څارنه او د بې‌کیفیته توکو د پلور د مخنیوي هڅې روانې دي څو د زیان رسوونکو توکو پر وړاندې د هېوادوالو روغتیا تضمین شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.