Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر په ترکیه کې له افغان کډوالو سره پر اصولي چلند ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره پر اصولي چلند ټینګار کړی او د ترکیې وېزو ترلاسه کول یې یاد هېواد ته د ناقانونه تګ په مخنیوي کې مهم بللي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د نوموړي د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه.

سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې  د ترکیې سفیر جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړې او د افغان ولس له مېلمه‌پالنې او همکاریو یې مننه کړې ده.

هغه زیاته کړې، د ډیپلوماټیک ماموریت پر مهال يې د کابل او استانبول اړیکې پراخه شوې او دا مهال ترکیه او افغانستان په سوداګرۍ، ټرانزیټ، د ټولګټو پروژو په پلې کولو او سیاسي برخو کې ښه پرمختګونه لري.

جنک اونال ویلي چې د ترکیې حکومت له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګڼو نړۍوالو ناستو کې نړۍوال له اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته هڅولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې ترکیه د افغانانو د اقتصادي ودې، روغتیا او د اړتیا وړ نورو برخو کې مرستو ته ژمنتیا لري.

د کډوالو وزارت لیکلي چې مولوي عبدالکبیر د جنک اونال ډيپلوماټیک ماموریت د ترکیې او افغانستان د اړیکو په پراخېدو کې مهم او ګټور یاد کړې او نوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د بریا هیله څرګنده کړې ده.

هغه له اسلامي امارت سره د ترکیې هېواد اړیکو ته په اشارې د افغانستان او پاکستان تر منځ په خبرو کې د ترکیې او قطر له هڅو او منځګړیتوب مننه وکړه او ترکیه یې د اسلامي نړۍ مهم هېواد یاد کړی دی.

ده په ترکیه کې له افغان کډوالو سره پر اصولي چلند ټينګار کړی او د یاد هېواد د ویزو تر لاسه کول یې ترکیې ته د ناقانونه تګ په مخنیوي کې مهم بللي دی.

مولوي کبیر په دغه ناسته کې له افغانانو سره د ترکیې له مرستو مننه کړې او په راتلونکې کې یې د کابل او استانبول د لا نږدې اړیکو هیله څرګنده کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.