Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: سپېنې ماڼۍ ته نږدې د برید په تړاو نیول شوی شکمن کس په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته راغلی

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالتونو، سپینې ماڼۍ ته نږدې له برید وروسته د افغانانو د کډوالۍ غوښتن‌لیکونو ته د رسېدنې پروسه درولې او د دغه هېواد ولسمشر ویلي چې د شوي برید په تړاو نیول شوی شکمن کس په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه ورغلی دی.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ (چهارشنبه) سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې شوې او سخت ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دغه برید «یو تروريستي عمل» دی او شکمن کس په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه امریکا ته ورغلی دی.

د ځینو راپورونو له مخې، شکمن کس «رحمان‌الله لکڼوال» نومېږي، ۲۹ کلن او د افغانستان تبعه دی چې په واشنګټن کې اوسېږي.

د امریکا د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) له دغه برید وروسته اعلان کړی چې د افغان وګړو د کډوالۍ غوښتنلیکونو ته د رسېدنې پروسه یې درولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.