Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او روسي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر له خپل روسي سیال سره لیدلي او دواړو لورو په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.

‎د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرباڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاالله عمري، په مسکو کې د روسیې فدراسیون د کرنې له وزیر سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، یاده لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او ځمکو په برخو کې د همکاریو د پراختیا او لا زیاتې همغږۍ په موخه ترسره شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د پراخولو، د تجربو د تبادلې او د په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د اوبولګولو د سیستمونو د پیاوړتیا، د مالدارۍ د نسل اصلاح د پروګرامونو د پراختیا، د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د روسیې بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، روسي لوري د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو، عصري کرنیزو سیستمونو، تخنیکي روزنو او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د اسانتیاوو په برخه کې د همکاریو وړاندیز وکړ.

هغه دغه‌راز د کرنې او مالدارۍ د سکتورونو په مدیریت کې د افغانستان د کرنې وزارت رول مثبت بللی او ویلي یې دي چې ‎ د روسیې د کرنې وزارت چمتو دی له افغانستان سره عملي او دوامدارې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د لیدنې په پای کې پر دې ټینګار وشو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کرنیزې اړیکې لا ټینګې شي، ګډ پروګرامونه پراخ شي او مسلکي همغږي دوام ومومي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.