Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپيان شوي

ایبک (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د سمنګان سیمه‌ییز مسوولين وايي چې د دغه ولايت د خلم ولسوالۍ اړوند د ایبک – مزارشريف پر لويه لار د یوې ترافيکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د سمنګان د امنيې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وايي چې یاده پېښه د پاسو او التو موټرونو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

نوموړي څرګنده کړه چې په یاده پېښه کې یو کس مړ شوی او لږ تر لږه اووه نور ټپيان شوي دي.

رحماني زیاته کړه چې د پېښې ټپيان د خلم ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو پرسونل له لوري د دې ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د یادې پېښې اصلي لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي او ګړندی تګ ښودل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.